ایکناخبري آژانس راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې یویشتمه نیټه د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت ورځ د ه . امام بزرګوار له شهادته دوه ورځ مخکې په کوفې د جومات په محراب کې د سجدې په حالت کې د یوه داسې منحرف شوي کس په تورې سره زخمي شوی چې په تفکیری تفکره سره ، هغه څه ته ورته چې نن سبا ورته داعش وائي.
البته باید ووایو چې امام علی څوک ؤ .
حضرت امام علی علیه السلام هغه لومړنی کس ؤ چې پر پیغمبر اکرم ئې ایمان راوړهمداراز یو هغه کس ؤ چې وحي ئې مکتوب کوله .
داسې ډيرې تاریخي ځانګړنې شته دي چې هغه بزرګوار د پیغمبر اکرم یو خاص نزدې ملګری ثابتوي چې د د ؛مبیت شپه ؛ له هغو یوه واقعه ده .
البته هغه بزرګوار پرې دغې تاریخي جبنې سربیره پخپل چلند او ګفتار سره له معنوي رهبره په یوې بې مخینې بیلګې بدل شو اوپه حکومت کې ئې داسې چلند کاوه ، چې د عدالت په یوې تل پاتې بیلګې بدل شو .
نهج البلاغه یو حیرانونکی کتاب دی چې ددغه ریني رهبر له معنوي بیاناتو څخه ښکلي اړخونه نندارې ته وړاندي کوي . په هغو کې یو مفهوم ، داسې ځآن پيژندنه ده چې د حضرت امام علی علیه السلام په کلام کې ددینی تربیّت او روزنې اساس پيژندل کیږي.
امام په یوځاي کې فرمائي ؛د ځوان زړه د یوې هغې تیارې او نرمې مځکې په شان دی چې هره دانه تخم چې پکې وکرل شي ،مني ئې .
له بل پلوه امام بزرګوار لومړنی روزونکی ګام ،ځان ته بلنه ګڼي . په دې معنا چې انسان وهڅول شي ،چې خپل انساني ارزښت وپيژني او ددغه ارزښت په اساس خپل شخصیّت په خودجوشته بڼه جوړ کړي . ؛ تر ټولو لوړه پيژندګلوي ، له خپل ځانه (د ظرفیّت او ارزښت له پلوه )یو پوه انسان دی .
خو دغه ځان پيژندګلوي ، له انسان سره څه مرسته کوی .؟د ځان پيژندنې رول داسې دی چې انسان د خداي پيژندنې او انسان له نورو سره د رابطې د پيژندګلوۍ حقیقت ته هدایت کوي ،هرڅوک چې خپل ارزښت ونه پيژندي . ::::
نهج البلاغه د حضرت امام علی علیه السلام د خطبو ،لیکونو او قولونه یو غوره کتاب دی چې سید رضي غونډ کړی دی . دغه کتاب په درو برخو کې ،یعني د خطبو ،لیکونو او قولونو په برخو کې برابر شوی دی .